نظم

لارښود

Darwish Durrani

کوټل سوي وو زموږ دا خوږمن زړونه

په درد ډکه وه د هري سينې خونه

وې په تن کي مو لمبې بلي د قهر

را ختلې مو نوکونو ته وو زهر

وو بې تابه د هر چا لاسونه دواړه

چي را ټينګه کاندي ژر د دښمن غاړه

په دې حال مو دى تر هر چا ښه خبر و

په خپل ځان او خپله پوهه يې باور و

په هنر هنر يې ټول سره را ټول کړو

د خپل خيال په ترازو کي يې موږ ټول کړو

ځان ته ده زموږ د وس اندازه وکړه

په ښه شان يې د هر کس اندازه وکړه

له دا وروسته يې نو ټول دې ته تيار کړو

چي ور لوټي لوټي ژر د غليم ښار کړو

دى له مخه سو او موږ په ده پسې وو

د سېلاب غوندي روان څپې څپې وو

دى سالار و اوس او موږ يې جنګيالي وو

لکه دى داسي موږ هم ننګيالي وو

وو روان چي د غليم ښار کلابند کړو

سم هغه ته زور د مټو ور څرګند کړو

چي کوټلي يې وو داسي زموږ زړونه

په غم ډکه کړه نن موږ د هغه خونه

زور د مټو مو دا رنګه ورڅرګند کړ

چي دننه مو په ښار کي کلابند کړ

ترې را تاو لکه زمري ټول شا و خوا سوو

د دېوال په نړولو يې لګيا سوو

په دې حال کي واخطاء را ته غليم سو

سپين بېرغ يې را ته پورته کړ تسليم سو

را ته ليري ور د ښار د دروازې سو

سالار مخکي و ، لښکر يې ورپسې سو

ور دننه سول دې ښکلي ښار ته واړه

ککرۍ يې نن اوچتي وې له وياړه

ښار ساتونکو وسله ايښې وه پر مځکه

د کور لاره وه د هر چا څخه ورکه

پوهېدل نه په ولاره ، نه په ناسته

موږ لګيا وو چي ترې هر څه راوړو لاس ته

ټول تارونه د خطر مو دلته پرې کړل

د ښار خلک مو دا رنګه بې وسلې کړل

چي و چا ته يوه ستن هم نه سوه پاته

دښمن وخوړله داسي بده ماته

چي کوټلي يې وو داسي زموږ زړونه

ورانه کړې مو وه نن د هغه خونه

اوس مو غوښتل چي د سوبي جشن جوړ کړو

موږ د دې ګټلي لوبي جشن جوړ کړو

او د داسي کار دپاره په دې ځاى کي

يو محل جوړ و د دغه ښار په پاى کي

و هغه ته وه بس يکي يوه لاره

سوه يې خلاصه دروازه زموږ دپاره

موږ ور مخ لکه سېلاب څپې څپې سوو

د محل طرف ته يو په بل پسې سوو

مګر دا ځل نو سالار د مخه نه سو

را پسې تر شا په شاني د شپانه سو

موږ رمې غوندي محل ته سوو دننه

کوم مهال چي واړه هلته سوو دننه

پر سر باندي مو عذاب راغى له پاسه

دروازه را پسې بنده سمدلاسه

زموږ خپل دغه سالار کړله په خپله

او کيلي يې ښه په قلف کي و پېچله

قلف چي بند سو، ترې يې بېرته را بهر کړه

داروغه ته يې د دغه زندان ورکړه