غزل
لکه د غره سړې چینې لکه د غره ویلني
Pir Mohammad Karwanدچا خبرې لګېدې لکه لامده ویلني
هغه د ژوند پر اوبه خورباندې وې ته ولاړه
چې ستا تر څنګ مې ارمانونه وو راشنه ویلني
ځینې غزلې لکه تاندې خولګۍ خوند کوینه
لکه وي ګډ په خوږو ژاولو کې ساړه ویلني
بیګا مې خوب لیده موسم د خوند ورنګ به راځي
په سپین غاټول پسې ولاړ وو په لمانځه ویلني
رب دې کاروانه کړه ملګری یو زرغون لاروی
په سرو لمبو کې سوځېدلي دي اوبه ویلني