غزل
لکه کلۍ چې په اغزو کښې وينم
Khatir Afridiلکه کلۍ چې په اغزو کښې وينم
داسې مې زړه ستا په بڼو کښې وينم
رخسار دې وينم تورو زلفو کښې ستا
لکه رڼا چې په تيارو کښې وينم
ګل فامه څو که لرې اوسې له ما
زه دې د نم په پلوشو کښې وينم
د ستا ليدل تير شوی خوب وه اشنا
بيا به دا خوب په کومو شپو کښې وينم
ای د سبا سترګې را خېژه په ورو
تله د اشنا دې په ختو کښې وينم
زما خاطر خاطر دې اور کښي وسو
اوس يې لوګی په اسوېلو کښې وينم