غزل

لمونځ مې یې کافربه شمه څنگه دې قضا کړم

Pir Mohammad Karwan

راشه چې د خپل زړه په خلوت کې دې، ادا کړم

ته د قدر شپه یې، خو په شپو کې رانه ورکه

تاپسې به ډیرې اوږدې لنډې شپې رڼا کړم

غشی راکوه چې اژدها په تندي وولم

موسکه راته مه کېږه چې نښه به خطا کړم

زه هغه مجنون یم چې زړه خوره کېږدۍ کړ

گورې به لیلا به، له وچ ډاگه راپېدا کړم

دین د پښتونغښتی د ملالې په ټپه کې

دا دټپو ژبه به،له خدای سره آشنا کړم

ډول به شم، اټن به شم، شغا به شم د څڼو

بیا به طالبان د جوماتونو په گډا کړم

خاورې یم، خو لمر به تر لاس ونیسم که خیروي

ستوری به شم پاس به، له سپوږمۍ سره خندا کړم

بیا به دغاټولو دغه لوټ کاروان را ټول کړم

لاس به په سپرلي واړوم، زر به یې پخلا کړم