غزل

لمر لویدلی ؤ تیاره په خپــــریدو وه

Gul Pacha Ulfat

دماښام توره پرده  په غــــــوړیدو وه

دوطن په یوه غره کې کـــوزیدمـــــــه

له فطرت سره پــــه زړه کې غږیــــــدمه

هلته جګ  دغره پــــه اړخ کې ؤ کورونه

پکې بل  شوه دمــاښام تازه اورونـــــــه

دهرکور سیمه درنــــه معلومیــــــدلـــــه

دغیرت وږمه هـــرلور ته چلیـــــــدلـــــه

دګړنګ په سر ولاړ وم په حیرت کـــې

ښکاریده راته هرڅه په ډیر هیبت کې

هیبتناکـــه او مهیبــــــــه نــــنـــــداره وه

ددهشت لویه تابـــلو ښه منــــــظـــــره وه

درانه خلک وو درانه یې وو خویـــــونه

شته په غرونو کې دارنګه تاثیــــــرونــه

سادګۍ کې خاوندان دډیـــــر وقــــــار و

یو په بل یې اعتمـــــاد او اعتــ[ـــبــــــار و

هرڅه ټيټ ښکاریده دوی ته له خپل ځانه

هسک یې نه باله  هیڅ شی بې له اسمانه

دبادار او دمزدور نومــــــونــــــــه نــــــه وو

دآمر او دمامور فـــرقـــــونـــــه نـــــه وو

داسی نه چې یو خادم و بــــل مخدوم و

یایو سپور و په موټر کې  بل محروم و

زندګي دټولو یو شـــان ښکاریـــــدلــــه

په هر څه کې یکرنګي معــلومیــــــدله

سادګي وه صـــفايي  وه  دینــــداري وه

یو په بل کلــــه لـــوئي کــــلنـــــکاري وه

نه ډاکټر  نه درملتــــــون ؤ  نـــــه دوا وه

درنځو علاج خیرات ؤ  بیــــا دعـــــا وه

علم نه وه خو په خدای ټینګ اعتقادؤ

نه ټګي وه نه چلــونـــــه نــــــه فســـــاد ؤ

له هر چانه ډیر نژدې ؤ شنه اسمــــان ته

ډیر تابع ؤ دخدای حکم او فرمـــان تــــــه

بې له خدایه چاته نـــه راټــيټېـــــده دوی

په دنیا کې له بل چا ، نـــه وېـــرېده دوی

دوی ساتلي وو پسونه لـــــه لیـــــوانـــــو

دوی ایستلې وې څرمنې له پړانګانـــــــو

قصا بان نه وو شپانـــه وو دپـــســــــونــــو

څومه فرق دی دښارونـــو او دغــــرونــــــو

شپانه غرو کې وي ښارو کې قصا بان وي

هلته نه وي بند او قید دلتـــه زنـــــدان وي