غزل
لمر لویدلی ؤ تیاره په خپریدو وه
ګل پاچا الفتدماښام توره پرده په غوړیدو وه
دوطن په یوه غره کې کوزیدمه
له فطرت سره په زړه کې غږیدمه
هلته جګ دغره په اړخ کې ؤ کورونه
پکې بل شوه دماښام تازه اورونه
دهرکور سیمه درنه معلومیدله
دغیرت وږمه هرلور ته چلیدله
دګړنګ په سر ولاړ وم په حیرت کې
ښکاریده راته هرڅه په ډیر هیبت کې
هیبتناکه او مهیبه ننداره وه
ددهشت لویه تابلو ښه منظره وه
درانه خلک وو درانه یې وو خویونه
شته په غرونو کې دارنګه تاثیرونه
سادګۍ کې خاوندان دډیر وقار و
یو په بل یې اعتماد او اعت[بار و
هرڅه ټيټ ښکاریده دوی ته له خپل ځانه
هسک یې نه باله هیڅ شی بې له اسمانه
دبادار او دمزدور نومونه نه وو
دآمر او دمامور فرقونه نه وو
داسی نه چې یو خادم و بل مخدوم و
یایو سپور و په موټر کې بل محروم و
زندګي دټولو یو شان ښکاریدله
په هر څه کې یکرنګي معلومیدله
سادګي وه صفايي وه دینداري وه
یو په بل کله لوئي کلنکاري وه
نه ډاکټر نه درملتون ؤ نه دوا وه
درنځو علاج خیرات ؤ بیا دعا وه
علم نه وه خو په خدای ټینګ اعتقادؤ
نه ټګي وه نه چلونه نه فساد ؤ
له هر چانه ډیر نژدې ؤ شنه اسمان ته
ډیر تابع ؤ دخدای حکم او فرمان ته
بې له خدایه چاته نه راټيټېده دوی
په دنیا کې له بل چا ، نه وېرېده دوی
دوی ساتلي وو پسونه له لیوانو
دوی ایستلې وې څرمنې له پړانګانو
قصا بان نه وو شپانه وو دپسونو
څومه فرق دی دښارونو او دغرونو
شپانه غرو کې وي ښارو کې قصا بان وي
هلته نه وي بند او قید دلته زندان وي