غزل

لوی درياب دی مينه نشي په واړه زړه

Khatir Afridi

لوی درياب دی مينه نشي په واړه زړه

شومه ياره بيا دا ستا غوندې په نه زړه

چې په خوله کوي يوه او په زړه بله

د هغه سره به مينه کړې په څه زړه

سوي رنګ ته مې لږ اوګوره دلبره

ما نيولی ستا د حُسن په لمبه زړه

بيا يې خوب واړه ټوپونه او هيبت شي

د هجران چغې چې وشي په اوده زړه

يو غم نه دی چې يې وکړې ای خاطره

ډېر غمونه دي کوه يې په ساړه زړه