نظم لوی والی Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 شپه او ورځ ورپسې گرځي هر انسان دې مقصد ته رسېدل نه دی اسان 02 بډايانو پيدا نه کړ په ډېر مال کښې تش لاسونه بېرته راغله تاجران 03 په يوازې علم کله حاصلېږي ما ليدلی د ډېر علم خاوندان 04 هسې وايي په قوت او زورمونده شي په غلط لاره تللی ظالمان 05 چې په تش کمال او فن باندې يې غواړی په رشتيا چې غولېدلی دا کسان 06 په رتبه يا نسب کله څوک لوئېږي لويوالی مه گڼه هومره ډېر ارزان 07 بې د قام خدمت نه بله لاره نشته په دې لاره کښې يې مومي هوښياران 08 که قوت لری که علم که دولت دی که دا ټول کړی په همدې ځای کښې قربان 09 نو به هلته ستا په برخه شي لوی والی په دې شرط که درنه ورک نه شي خپل ځان Dictionary meaning × Headword