نظم لوی والی ګل پاچا الفت د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 شپه او ورځ ورپسې گرځي هر انسان دې مقصد ته رسېدل نه دی اسان 02 بډايانو پيدا نه کړ په ډېر مال کښې تش لاسونه بېرته راغله تاجران 03 په يوازې علم کله حاصلېږي ما ليدلی د ډېر علم خاوندان 04 هسې وايي په قوت او زورمونده شي په غلط لاره تللی ظالمان 05 چې په تش کمال او فن باندې يې غواړی په رشتيا چې غولېدلی دا کسان 06 په رتبه يا نسب کله څوک لوئېږي لويوالی مه گڼه هومره ډېر ارزان 07 بې د قام خدمت نه بله لاره نشته په دې لاره کښې يې مومي هوښياران 08 که قوت لری که علم که دولت دی که دا ټول کړی په همدې ځای کښې قربان 09 نو به هلته ستا په برخه شي لوی والی په دې شرط که درنه ورک نه شي خپل ځان د قاموس مانا × اصلي کلمه