غزل
ما چې جور وجفا بيامونده له ياره
Rahman Babaما چې جور وجفا بيامونده له ياره
د وفا طمه به څه کړم له اغياره
له دښنه به د ښادۍ اميد څوک څه کا
چې د دوست له لاسه غم شي وردوڅاره
دل آزار که جفا کا ماڼه تر نه شي
حيف خو دا دی چې دلسوز شي دل آزاره
دا گيله هم ډېره ډېره له هغو شي
هر چې طمع ترې دښو کېږي بسياره
طالبان خو تر مطلوبه پورې پړه دي
خدای دې تا بې وفا نه کا وفاداره
که له ډېرې حيا نه گورې و چاته
څه خو مخ کړه د رحمان د زړه دپاره