غزل ما خو ويل چې ستا په بند کې شم آزاد به شمه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ما خو ويل چې ستا په بند کې شم آزاد به شمه پوهه غفلت نه کړم په دام کې د صياد به شمه 02 ستا د يوسف او د يونس او اسماعيل له مخه که قرباني د نيل نهنگ شي ورته ښاد به شمه 03 سايين صاحبه بې پروا مې له تعميره مه شه سيلۍ باران ته ودان کور يمه برباد به شمه 04 نفسه! که ستا د گډو وډو شيرازه يم څه شي درته چې زه دخپل سايين راغلمه باد به شمه 05 چې ښايسته بېنوا داسې خوله شېرينه لري د قربانۍ ترخځ يې سخ دې شه فرهاد به شمه 06 که د اکبر په مخ نظر ماتی صاحب وکړلو ډکه جولۍ په جواهرو د مراد به شمه 07 حمزه روان اوسه دنيا ده مدرسه د عمل څو چې ډېر وخورمه لغزش هومره استاد به شمه Dictionary meaning × Headword