غزل
ما په تا پسې دا سپينې جامې رنگ کړې
Rahman Babaما په تا پسې دا سپينې جامې رنگ کړې
ته لا بيا په ما گومان دنام و ننگ کړې
هېڅ اثر دې په سنگين خاطر ونه شه
که هر څو مې مصلې درپسې لنگ کړې
دلسوزې به دې په نور وگړي څه شي
چې له ما غوندې مخلصه سره جنگ کړې
ته په عشق کې ما هاله دروغجن بوله
که يو بل هم هسې ما غوندې ملنگ کړې
دا نارې سورې غمازې دي په عشقکې
گڼه ما به د بلبل په څېر آهنگ کړې
عاشقي ومعشوقې ته سپينه لار ده
ته و ما وته دا سپينه لار گړنگ کړې
چې يو دم مې له نظره پناه کېږي
دا جهان لکه لحد راباندې تنگ کړې
په ښه خوی سره دخلکو افسانه يې
خدای زما له کم بختيه په زړه سنگ کړې
دا دې څوک له څنگه ناست دی نه پوهېږم
چې خبرې له رحمان سره په جنگ کړې