نظم
مه پوښته نسيمه
Abdul Bari Jahaniورو ځه په کراره ځه د غرونو په لمنو کي
خوږ به دي څنګونه سي
ستا د ارغوان تر لېمه ويني خوځېدلي دي
رنګ به دي لاسونه سي
ستا د ګل سرخ پر لمن ويني ټوکېدلي دي
ورک به دي مزلونه سي
مه ورځه نسيمه، د کېږدۍ پر لوري مه ورځه
مرګ په کي کرلی دئ
مه غواړه شرنګی له امېلونو له پاوليو څه
ژوند پکښي سوځلی دئ
نوري نه کېږدۍ سته نه د نيمي شپې اورونه سته
نه سپيني سپوږمۍ ته د چا د ناز کيسې رمزونه سته
نه ستا هرکلي ته شنه باغونه، چمنونه سته ـ