نظم

مه پوښته نسيمه

عبدالباري جهاني

ورو ځه په کراره ځه د غرونو په لمنو کي

خوږ به دي څنګونه سي

ستا د ارغوان تر لېمه ويني خوځېدلي دي

رنګ به دي لاسونه سي

ستا د ګل سرخ پر لمن ويني ټوکېدلي دي

ورک به دي مزلونه سي

مه ورځه نسيمه، د کېږدۍ پر لوري مه ورځه

مرګ په کي کرلی دئ

مه غواړه شرنګی له امېلونو له پاوليو څه

ژوند پکښي سوځلی دئ

نوري نه کېږدۍ سته نه د نيمي شپې اورونه سته

نه سپيني سپوږمۍ ته د چا د ناز کيسې رمزونه سته

نه ستا هرکلي ته شنه باغونه، چمنونه سته ـ