غزل ما ويل چې په منت به رضا کېږي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ما ويل چې په منت به رضا کېږي خبر نه وم چې په خپله پخلا کېږي 02 چې غوسه د معشوقو وي د دروغو ځکه تمه د مېنو سوا کېږي 03 ته که سپين د محبت شوې ای زړگيه خفه مه شه نخښه نه ترې خطا کېږي 04 زه د هسې کليې نه مستثنی يم څوک چې ډېر ډېر واصلېږي جدا کېږي 05 د مېنو عجيبه غوندې مرض وي چې کثرت يې د دردمنو دوا کېږي 06 څوک چې اوښکې تويوي گټه به وکړي تريو خويي په محبت کې فنا کېږي 07 په دا ښکليو مستو سترگو غلط مه شه حمزه دا د سترگو رپ کې بلا کېږي Dictionary meaning × Headword