غزل

ما ويل چې په منت به رضا کېږي

امیر حمزه شینواری

ما ويل چې په منت به رضا کېږي

خبر نه وم چې په خپله پخلا کېږي

چې غوسه د معشوقو وي د دروغو

ځکه تمه د مېنو سوا کېږي

ته که سپين د محبت شوې ای زړگيه

خفه مه شه نخښه نه ترې خطا کېږي

زه د هسې کليې نه مستثنی يم

څوک چې ډېر ډېر واصلېږي جدا کېږي

د مېنو عجيبه غوندې مرض وي

چې کثرت يې د دردمنو دوا کېږي

څوک چې اوښکې تويوي گټه به وکړي

تريو خويي په محبت کې فنا کېږي

په دا ښکليو مستو سترگو غلط مه شه

حمزه دا د سترگو رپ کې بلا کېږي