غزل

مه غوږ باسه د نا اهلو قيل وقال

Rahman Baba

مه غوږ باسه د نا اهلو قيل وقال

په کار نه دی قيل و قال د بد سگال

يا به فخر په خپل اهل و په نسب کا

يا به فخر کا په آل او په عيال

يا به ذکر د لذت او دزينت کا

يا به فکر کا د مال او د منال

يا به هسې پوچ گويي کاندي اغازه

چې مضمون يې نه مردار وي نه حلال

د دانا او د نادان صحبت دی هسې

لکه گډ شي وبله لعل و کوتي لال

لکه لعل وکوتي لال چې وبله گډ شي

ياصحبت شي دعيسی او د دجال

هغه عمر چې تېرېږي بې هم جنسه

تروبه څه وي دهغه عمر احوال

د دنيا چارې فاني دي مرد هغه دی

چې خبر شي په حرام او په حلال

اباسيند لا څه مجال لري په تله کې

د دنيا دچارو هېڅ نه وي مجال

د دنيا چارې په مثل خواب و خيال دي

څوک به څه کا اعتماد په خواب وخيال

لکه مال وملک په خوب کې ور څرگند شي

خو چې ويښ شي نه يې ملک وي نه يې مال

لکه ځگ چې د اوبو په سر ليده شي

که يې واخلي هېڅ ورنه شي په چنگال

کله دود چې غرونه غرونه څرگندېږي

تار په تار شي په يوه نري شمال

لکه يخ چې د ساړه په زور شي جمع

هېڅ يې نه وي د آفتاب په مخ مجال

په يوه ساعت باران بيا شين اسمان شي

لکه ابر د پسرلي د پشکال

په يوه ساعت يې ساز بيا يې ويران کا

خاورې خټې دي په لاس کې د کلال

د مجاز په معشوقو کې وفا نشته

ما هزار ځله وکښلی دی دا فال

اعتماد يې په ښادۍ او په غم مه کړه

نه يې هجر په قرار دی نه وصال

گاهي تور کودی په مخ باندې راکېښ شي

گاهې راکېښ شي په مخ باندې رويمال

لکه غونډ د مالگې کېږدې په اوبو کې

زه هم هسې سر زده شوم په مثال

چې د مرگ و تاخت وباخت وته نظر کړم

صورت وينم دمېږي په څير پايمال

خراب زړه مې بهي غواړي بلا دا شوه

چې کهي رامعلومېږي کال په کال

که وصال مې ديار بياموند هله سيال يم

گڼه اوس خو رحمان نه يم د چا سيال