غزل

مغرور مه اوسه د عشق په کاروبار کې

Rahman Baba

مغرور مه اوسه د عشق په کاروبار کې

هر خسڼی تېره تېغ دی په دا لار کې

دا سور گل به دې دستار په وينو سور کا

چې دې ايښی زمانې دی په دستار کې

مخ د ترکو چې تر آب حيات صاف دی

زه دې آب حيات سوی يم په نار کې

چې د اوسپنې آيينه پرې اوبه کېږي

ترو زما هستي به څه وي په ديدار کې

په هر وار چې يې و سترگو ته نظر کړم

لاس مې وللي دي له ځانه په هر وار کې

ياره ته چې له ماصبر وقرار غواړې

عاشق کله وي په صبر و په قرار کې

هېڅ صرفه مه کړه د زړونو آزار اخله!

که چا سود وي درښودلی په آزار کې

که مې سر و ماله تېر يم په دا کار کې

ستا له دره له درباره به وا نه وړم

څو ونه مرم ستا په در او په دربار کې

عشق د عقل په کوڅه استوگه نه کا

چا موندلی نه دی يار په دا ديار کې

کم پختان ديار په وصل کې مهجور دي

د وچ ډکي بهره نه وي په بهار کې

مفلسانو لره عين کوهستان دی

که همه عمر يې کور وي په بازار کې

و هغو چې خدای حق بينې سترگې ورکړې

و عيجن ته واړه عيب يې څرگندېږي

ښايسته که ځان يوسف کا په سينگار کې

چې هنر د عاشقۍ يې خدای نصيب کړ

بې هنره نور څه نه ويني په ياد کې

دا داغونه د خپل زړه ورلره بس دي

څه حاجت دی د رحمان په لاله زار کې