غزل ماته خو ټول ته ښکارې او ما پوښتنې چې څه يمه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ماته خو ټول ته ښکارې او ما پوښتنې چې څه يمه اوس زما په خوله به څنگه دا راشي چې زه يمه 02 زړه راپورې مه تړه له هر څه بېگانه يمه يم د ځان په ځېرمه سبا يم او بېگا نه يمه 03 زه په خپل محيط کې چې دهر سړي په خوله يمه بل به څه سبب وي، بې له دې چې ستا په زړه يمه 04 بد يمه که ښه يمه، ددې نه هېڅ خبر نه يم دا خو ستا په خوله کې دي چې بد يمه که ښه يمه 05 ښايي په صحرا د بې ننگۍ يوه نعره وکړم گوره که څه پوه شم چې دا يم اوکه دا نه يمه 06 نن يې بورا سترگو په مستۍ کې راکتلي دي سر لکه نگهت په بې طرفه الواته يمه 07 ښه چې همه زه يمه اشنا، نو وايه ته څه شوې وښکاري خپل ځان راته چې تاته په کاته يمه 08 دا د قدم نخښې خو حمزه راته زما ښکاري خدايزده په دې لارې به تېر شوی کله زه يمه Dictionary meaning × Headword