غزل ماته خو ټول ته ښکارې او ما پوښتنې چې څه يمه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ماته خو ټول ته ښکارې او ما پوښتنې چې څه يمه اوس زما په خوله به څنگه دا راشي چې زه يمه 02 زړه راپورې مه تړه له هر څه بېگانه يمه يم د ځان په ځېرمه سبا يم او بېگا نه يمه 03 زه په خپل محيط کې چې دهر سړي په خوله يمه بل به څه سبب وي، بې له دې چې ستا په زړه يمه 04 بد يمه که ښه يمه، ددې نه هېڅ خبر نه يم دا خو ستا په خوله کې دي چې بد يمه که ښه يمه 05 ښايي په صحرا د بې ننگۍ يوه نعره وکړم گوره که څه پوه شم چې دا يم اوکه دا نه يمه 06 نن يې بورا سترگو په مستۍ کې راکتلي دي سر لکه نگهت په بې طرفه الواته يمه 07 ښه چې همه زه يمه اشنا، نو وايه ته څه شوې وښکاري خپل ځان راته چې تاته په کاته يمه 08 دا د قدم نخښې خو حمزه راته زما ښکاري خدايزده په دې لارې به تېر شوی کله زه يمه د قاموس مانا × اصلي کلمه