شعر

مینه مې ومنه په مینه مینه

Pir Mohammad Karwan

ستا پر کرکڼه پر مماڼه سلام

ستا دنښتر پر زلفو زلفو سلام

ستا د څیړۍ پر پاڼه پاڼه سلام

چې ستا پر سر ده له کتاره وتې

پر هاغه ستړې ناسته زاڼه سلام

لیک دې څه ډیره موده مخکې راغی

هی هی چې زه دځواب تاب نه لرم

دخیال نیلې مې ګوډ په نیمه لارکې

ملونی یې پری پښه په رکاب نه لرم

دشعر پادشاه ته یې  شاګرد دی یمه

بې له تا شین دشعر کتاب نه لرم

داسې خومه وایه چې هیر دې  ډیر دي

ګرانه پادشاه مې ته یې پیر مې ته یې

په ویښه هم زما په سترګو کې یې

دسهار خوب مې یې تعبیر مې ته یې

دزړه هنداره درپسې ګرځوم

دهغه ستر نقاش تصویر مې ته یې

ګرانه زه ډیر دمینې وږې یمه

لکه یتیم مې پر سر لاس تیروه

ما سره غرونه غرونه مینه کوه

زما پر زړه دهنر لاس تیروه

په تور کمر کې هم چې ښکلي ګورم

پری ښه روښان دجوهر لاس تیروه

خالي لا سونه مې له ستورو ډک کړه

چې پری لمنه دسپوږمې ونیسم

ستاونې دنګې دعا ګانې زما

دښکلا عرش ته به ځولې ونیسم

دا ګیدړ خیال وختونه برند دي ولې ؟

لنګه زمرۍ به تر لکۍ ونیسم

ته دخدای شین باغ یې ښامارخونه یې

چې ګنې تا دلال ثنا ویلې

زرګونه کاله تا دحال په ژبه

دهغه ستر جمال ثنا ویلې

تا دبلا ل درنګ په توري توري

دپرښتو دخال ثنا ویلې

ما به سوما ګڼې  دخپلې غیږې

دهری شنې ونې په سردې قسم

شراب شراب به زما شعر جوړوې

پر شرابونو دکوثر دی قسم

له درده ډکه مې غزل توري لره

پرشهید غاښ دپیغمبر دې قسم

زه چې ماشوم وم افسانې مې خوښې

چې ترابان به ګل اندامه یو وړه

ماوی چې ته به وې قاصد جوړشوی

تابه خبره تر بهرامه  یووړه

په دریم ګام کې به شول ښکیل ترابان

که دا ولجه به یې دوه ګامه یو وړه

ته خو اوس هم له شنو خوبونو ډک یې

په خوب کې ډیر زیړي ګلان رالیږه

دګلابونو په رنګونو کې رنګ

ها سور وزري بلبلان رالیږه

یه دسندرو مرستند ویه زما

دغزلونو غزالان رالیږه

له مانه ښکلیو تښتولی زړګی

څه چې راپاتې وه سندرو وخوړ

یوڅه شین رنګ شوتاته لیک پری لیکم

څه هم داوښکو مرغلرو وخوړ

دسر ښیښه کې چې شو ګل دفکر

وینو ته تږو په ډبرو وخوړ

یو څو خیالونه نوي لوزي لرم

ځان سو ځوم خو دغزل اور غواړم

منم هوسیو دې ګیلې راوړي

داګلالۍ قافیې په پور غواړم

دژوند دریاب لرم څه مړه خونه یم

دڅپو ژبه وایم شور غواړم

ان ترسهاره دې غم ویښ ساتي ما

شپه روڼوم  تاته شپیلۍ غوږوم

دناصر باغ دشهیدانو ترڅنګ

دهدیرې شاته شپیلۍ غږوم

ستا د شهید شپونکي ویر نه وایم

د"پسرلي ماته شپیلۍ" غږوم*

ستا درڼو چینو دتندې مینه

بس د"درویش" په ترانو ماتوم*

"پیکار" اشنا یې له سپین غره راوړي*

خمار دبنګ په پیمانو ماتوم

له ولولو ډکه هوسۍ تلوسه

د "غضنفر" په افسانو ماتوم*

ته واچې ستا دسیلۍ شغ په کې دی

د"کلیوال" مستې سندرې اورم*

د" شاسعود" په پادشهۍ کې ګرځم*

نغمې د"مستې قلندرې" اورم*

چا زهر هم دخندا جام کې راکړل

له چا ترخې ترخې خبرې اورم

په ویښه وینم لکه خوب ښاپیرۍ

پر مایې زیری دغزل کړی دی

دچا اواز لکه دشاتو خوږو

خدایږو په ماخویې څه چل کړی دی

وی : ته خبرې کوه چوپ یې ولې ؟

کاروانه چیرې دې مزل کړی ده ؟

یوه شاعره هم په خوب کې راځي*

سوریې کمیس وي دالوان اغو ستی

شنه یې لستو ڼي لکه ستا بنفشې

اوسپین پرتوګ یې وي دسان اغوستی

ته یې راشین په تورو سترګو کې وې

موسکی نظر یې وي ایمان اغوستی

کله چې وخاندي رښتیا وایمه

غونډیۍ غونډۍ شي ارغوان ګلونه

روښان تندی لري دلمر دذاته

شنې رزغونې کاندي باران ګلونه

شرنګ دپایزیب یې وي قدم په قدم

ورپیې وروستو وي روان ګلونه

خوږه خوږه دڅپو ژبه وایې

په غورځنګو لکه دریاب روانه

لکه ټپه په ساز کې تاوه راتاوه

سره دډول او دریاب روانه

پر بد رنګیو به یرغل راولي

لکه دښکلي انقلاب روانه

رانه وي شمع لګیدلې پاتې

په شومه دم کې شم له خوبه راویښ

دخوشحالې اوښکې مې سترګوکې وي

په ښکلي غم کې شم له خوبه راویښ

غزل غزل  شمه نغمه نغمه شم

ویده قلم کې شم له خوبه راویښ

شمعې ته ګوره خوپه سترګو کې مې

دتللي خوب یوستړی سیوری ناست وي

شمع قلم شي اوخبرې کوی

پرسریې شین دغزل توری ناست وي

شمع نښتر شي ، شمع وغځیږي

پرې سور وزری غوندې ستوری ناست وي

رانژدی زړه ته تر لیلا نه ډیریې

دالری نه ده چې مجنون دی نه شم

خدای مې دې ګل ستا دلمنې لري

دچا په سترګو کې زرغون دې نه شم

چې مې له څانګې زر شهبازه جوړشي

شم دې ادا نه چې ستا زیتون دې نه شم

زه به په کلي کې کوکنار وکرم

چې ستامچۍ راشي ګلونه یوسي

اوکه پر کلي ږلۍووریده

نوهسې نه چې تش څانګو نه یوسي

خدای مهربان دیګوندې شات شي آشنا

زماله غزل نه دې لفظونه یوسي

چې ستا له غیږی یې ګلونه راوړل

مینه د هغې څانګې اوروه کنه؟

هسې په خپلوکې خبره کوو

سپینه خولګۍ مې باندی پور وه کنه؟

ته په ایمان،د شپونکې ورور شپیلۍ یې

دا سرافیل د شپیلۍ ځورو ه کنه؟

رانه خبره اخوا دې خواشي لږ

ګرانه چې تیرې خاطرې دې ګورم

زه چې مرغان اورم چې ونې وینم

ترپاڼوډیرې خاطرې دې ګورم

هیر به مې ډیر وي  دومره ډیرهم نه دي

رایادې  ، هیرې خاطرې دې ګورم

دپیښور ګرمې به سوی ومه

خوترنم دې دباران را په یاد

دومره ښاغلې  دبیلتون هم نه وم

تاکړی په سترګو کې یاران راپه یاد

ډوب لا په وچو کتابو کې نه یم

اوښکې لا پیژنم ګریوان را په یاد

بیا پسرلی درغځوي لاسونه

بیا دپښو یبلو  بنفشو موسم دی

ډک دشبنم کنډول  پرسر دغاټول

توره بلبله دنشو موسم دی

برګې رمې کوي تکمیل دښکلا

وچې شپیلۍ دشنو ورشو موسم دې

غواړمه دوې لسیزې  شاته لاړ شم

ستا دزلمي غرڅه کیسه راواخلم

پری کروندی  دزړونو وکرمه

په لپو  لپو  تلوسه راواخلم

داغ دباروتو  شته د ذوق  پرلمن

اوس به دمښکو ګلکاسه راواخلم

ها تورکمر  پرسر یې سپینه سپوږمۍ

لکه ډولۍ چې پر تور اس تیروي

دي په رګ رګ کې یېسپین توري راشنه

هره شپه کومې ته الماس تیروي

ته وا چې  سر یې  پر اسمان  لګیږي

دسحر لمر یې پر سر لاس تیروي

هماغه دی ! هغه غرڅه اوس هم وینم

دهاغه تور کمر پرسرولاړ دی

ښکر دالماسو یې سپوږمۍ ته رسي

سترګو کې ستوري لکه لمر ولاړدی

دیوه پردي یر غل څرپی یې واورید

څک څک،غوږ غوږ،خنجرخنجر ولاړ دی

غرڅه نشه  ،غرڅه دمیو ډکې

څو تنکۍ څانګې دسوما خوړلې

غرڅه دشنه ځنګله مجنون وګڼئ

غرڅه دی « څڼې دلیلا » خوړلي*

څنګه غلام شي په ګل څانګوکې یې

قلمي ګوتې دبادشا خوړلې

غرڅه پریږده  په جنوبي  ځنکل کې

دشمال خواته دشمال سره ځم

دبرګ وزرو الو تکو پر سر

له یوه زرین مارغه  دخیال سره ځم

دلمر په رنګ ، رنک سره دانه دباران

خورم په ټالۍ کې زرغون ټال سره ځم

له سپین سالنګ نه یې لمر ټول ونیو

له روس نه دومره الو تکې راغلې

کوچ پکې نشته خوله اور نه ډکې

ګورئ داوسپنېغړکې راغلې

دمه یې وکړه دبا ګرام پر ډګر

داپه لټون دکومې ورکې راغله ؟ !

یو څو شین سترګو نا اشنا وګړو

په برګ وزرو کې بنزین واچول

پر ځای دزړونو یې په لاس دشیطان

سینو کې تور کاڼي  دکین واچول

داور بمونه یې دلپو لاسو

پر دعا ګانو پر امین واچول

دا برګ وزرې په دوره راوتې

زموږ دکلي پر سر اور تویوي

دا ظالمان پر ځیکر ولي زلمیان

له ځوان زړونو نه یې زور تویوي

پر سپینو لیچو یې سرپه ونه کړه

ترینه دشنو بنګړیو شور تویوي

راغلې دوږو  شاهینانو په شان

سپینو کوترو نه یې بام اخستی

په مازدیګر کې یې چړې دي ښخې

زموږ له کلي یې ماښام اخستی

بس په زخمونو یې نما نځلي یومونږ

رانه یې ګرد سره آرام اخیستې

هغه ده درومي دځنګل پر لور

چې ځوان غرڅه رانه  عدم ته یو سي

کباب یې وخوري له شرابو سره

ښکر دالما سو یې موزیم ته یوسي

له مستو سترګو نه یې رنګ دغورځنګ

دمرګ دتورې شپی تورتم ته یوسي

غرڅه سری سترګې پاریدلی ولاړ

تر پښوزنځیر د« لیلا څڼې » را تاو*

هلته ملا ماتې سوما هم وینمه

تر ملایې سری دوریښم کڼې راتاو

دماتې څانګې لاس یې غاړه کې پروت

تری سورځنډی سپینې مشکوڼې راتاو

دبرګ  وزرو الو تکو وزر

دشنو نښترو  پر سرونو لګي

یو سیل د سرې اوسپنې  غشي  راځي

دتور کمر په ټټرونو لګي

آه دغرڅه دپښتې خرپ مې واورید

بلې لمبې یې په ښکرونو لګي

غرڅه له ډیره درده کړیکه وکړه

درزونه وکړل  دکمر ډبرو

دځوان غرڅه کړیکو ته ټینګې نه شوې

منډه اخیستې ده لښکر ډبرو

ژور ګړنګ  له ازانګو نه ډک دی

راپنځولی  دی محشر ډبرو

غرڅه دمستې ځوانۍ  درد اخیستی

کله په پښو کله  په سر ګډیږي

په ګډیدونکي  نظر  هر څه  ګوري

ونې ګډیږي اوکمر ګډیږي

پر سر یې بیا دبلا سیوری راغی

چې یې داوسپنې وزر ګډیږي

شو ناببره برګ وزرو ته  ځیر

داله آسمان  څنګه پړانګان  وریږي؟ !

پری زنځیرونه راشیوه شین سترګي

ته وا کړۍ کړۍ  ماران وریږي

خدایه !  ورولیږه له غیبه درمان

جهان دردونه یې پر ځان وریږ ي

دشنه ځنګله په هغه لری خوکې

ماته دبر کلي شپونکې ښکاري

ټوپک په نښه او دپړانګ  په څوکې

داسی په بریدلکه زمری ښکاري

ګوره شین سترګونه به ښکارخطا کړي

زړه دتورسترګي کې غورځی ښکاري

هه هه غورځي  له ډیره درده کوي

له ملخي ټوپک  یې اور وریږي

ها سپین زنځیر  په سرو ګولیو ولي

پر هغو شنو سترګو هم تور وریږي

په ترپ داوسپنې پړانګان تښتي

او پر زخمي غرڅه ټکور وریږي

غر څه پرکاڼو باندې خوله ښخه کړه

په مو ملایي پسې کمر څیر وي

غر څه د ځوان ولي  اروا  وبولئ

په ښکر د تور کمر ټټر څیر وي

ته وا ، علې په ځلیدونکې توره

دیوه تور کافر ځیګر ځیروي

له تور کمر نه شنه لښتي روان شول

درومي دکلي تر ګو دره رسي

په دی اوبو کې مملایي ده ګډه

دژوبلو ژڼو تر پر هره رسي

ټکور ټکور ژڼي  پیا تورې په لاس

ځي دجنګونو تر ډګره رسي

دشعر با دشا ه ستا حماسي افسانې

تر حقیقت نه هم  ځلانده وینم

تر شعر نه شنې ونې دې بُوری مه شه

دزړه دعا په وینو تانده وینم

تل دې سپوږمۍ ستا دنښترو پرسر

دنور په تار کې اویزانده وینم

دتورو لړو په خلوت کې غلی

په شنه چمن کې لکه پیر ناست یې

یار ! دسهار دخوب کاروان یې زما

دیوه رنګین غوندې  تعبیر ناست یې

زر ښاپیرۍ مې دزړه تخت ګرځوي

پکې بادشاه پکې وزیر ناست یې

ته دشعرونو شین همځولی زما

دسور وزرو بلبلانو کتاب

ستاله ګلونو نه مې رنګ راوړی

وږمې تری خیژي ستا دلیک  دځواب

لادې بل باب ته رسیدلې نه دی

کاروان طا لب طالب  دمینې دباب

په نښه شوي :

دښایسته غزل بون  محد صدیق پسرلی دغزلونه مجموعه ماته شپیلۍ .

پیاوړی شاعر  درویش درانې ، زلمې   نازک خیال شار عبدالله  پیکار ، پیاوړی کیسه لیکونکې  اسدالله غضنفر ، دمستو شعرونو شاعر کلیوال خټک ، ددری ګوټیزې دایرې شاعر شاه سعود ، یوه افغانه سندر ماره  چې خوراواز یې افغانستان رایادوي ، زما ایډیال شاعره چې په انساني څیرو کی مې نه ده لیدلې ، چې دبوی ښکلې اروایې زما دتصویر په ورکه جزیره کې اوسیږي چې حضور یې وخت  په وخت په شعرونو کې احسا سوم  دلیلا څڼې  زمونږ په غرونو او ځنګلونو کې یو ډول ځنځیري واښه دي چی اوبدل شوو کو څیو ته ورته دي .