غزل
مهربان چې په هر چا باندې مولی شي
Hamza Shinwariمهربان چې په هر چا باندې مولی شي
نو اخته دتورو زلفو په سودا شي
په فنا يې دبقا خوندونه اخلم
چې فنا له حده تېره شي بقا شي
حسن وعشق لکه فتحه، کسره شمار کړه
چې بهر شي ترې الف، الف پيدا شي
خپل محل چې کړي مرض لکه د ځان خپل
چې په سم سره ځيگر سم شي دوا شي
په وفا کې که وفا غواړي جفا ده
معلومتيا د تعلق هم په جفا شي
ما گيله کړه سراسر مې غلطي وه
بېنوا له چې څوک ورشي بې نوا شي
دی زما ابو تراب ثبوت يې دا دی
چې شامل دحرف لی سره حمزه شي