نظم
مجلس کول د عزيز له شاهد سره او وصف د شاهد د حسن
Abdul Hamid Momandبله شپه چې ځای په ځای د سپوږمۍ شمعې
بل کېړې وې و ځانته هرې جمعې
په رڼا يې د جمال، ورځې کينه کړه
هر ساعت يې بډايي په آدينه کړه
هغه شپه هغه عزيز په زړه کوټلی
محبت صبر آرام ځنې لوټلی
په اميد ديار د وصل مجلس جوړ کړ
آب و تاب يې د ارم پکې نچوړ کړ
نه نظره د اغيار پټ غړېدلې
د اخلاص په آب و تاب سره وړېدلې
چې حاضر شوو د مجلس ياران همزولي
د عزيز ماتم زده د غم په غولي
هغې شمعې ته و زړه د هر يوه
منتظر لکه پتنگ د ځان په سوه
هر احد ناست و شهيد د شوق په توره
بې خبر د صبر زهد له دستوره
و شاهد ته يې پيغام د راتلو وکړ
په څو رنگه يې اکرام د راتلو وکړ
تمامي اهل مجلس به يې په څله
په هر دم د راتلو لار کته څو ځله
نه په سترگو کې نگاه سهېده، ووت
نه په زړه کې سوی آه سهېده، ووت
ناگهان هغه قاصد هُد هُد نشان
د بلقيس د راتلو زېري ته پرېشان
بشارت يې په سکروټو د مشتاقو
قطره زن شو لکه اوښې د عشاقو
په پيغام يې دشاهد د رسېدلو
نوبهار کړ د ويلو اورېدلو
جلوه گر چې يې د مخ قريب جوار شو
په آمد آمد گويا در و دېوار شو
هسې شان يې جلوه گر د حسن نور شو
چې ښکاره په قصر بام طيور د طور شو
لاړل زړونه ځانه ځان د هغې جمعې
پتنگان په استقبال د هغې شمعې
لا يې کړې نه وې دوې د درې نغمې
درستې ايښې په سينه د شوق تغمې
چې شاهد شوورښکاره هسې خوشحال شو
بې پروا د غيرو زېر له جنجال شو
هر قدم د صبر زهد په مغزي ږده
و پهلو ته د شعور تېره اغزي ږده
راغی توند د برق په څېر، وښکلې توره
محض مرگ لره زما ډک له فتوره
که هر څو ورته نيوه په خوله واښه
لا يې ځان لکه لمبه راته گواښه
چې مې نه وه لا قضا، رب وساتلم
گڼه هر گوزار يې مرگ لره وهلم
چې يې راکړه يو څو زخمه په سينه
پستنه مې شوه له زړه څخه کينه
عاقبت يې بنديوان د عشق په ځېل
دايم راوستم تر تا په دغه کېل
اوس د ستا رضا قضا زما لالنه
که مې وژنې که کوې د عشق پالنه
محبت مې دې و غاړې ته کولنډ شو
بله خوا مې ستا له مخه قدم لنډ شو
پروانه مې شو د زړه د پر نه پاتې
ستا د مخ په ډيوه سوې کانې ماتې
په خاطر مې ستا د عشق له شوره شره
دي قايم په هره ساه هزار محشره
هر ساعت دې دقامت په اقامت
له ما غوښت حساب کتاب شي د قيامت
ناديده دې د جمال په خيال گيا شوم
په ليدو دې پروانه په اور جليا شوم
هر چې کړې د ستا رسۍ د عزيز غاړه
سر کښي د ځان خوښي راڅخه لاړه
هر چې شوه د ستا په عشق کې راته پېښه
غاړه ايښې له دې پېښې نشته تېښته
صلوات واړه گذشته آينده واوره
مختصر داد و فرياد د بنده واوره
آواره کړه همراهي ددې کوتڼو
دُر پېيه نه شي په لړ کې د مشکڼو
له دې قوم سره نه ښايي قربت ستا
بويه تا غوندې ښه خلق په صحبت ستا
له دېوانو سره څه د فرشتې
چې به زيست کوي د دوی په سرشتې
په غونچه کې به د زړه زما بُتا
په مثال د گل د بوی ساتمه تا
سر و مال دې وي زما ستا په چمبه
هسې ايښی لکه خس په سره لمبه
که يې خدای کا هېڅ پروا له هېڅه بابه
په زړه مه درومه خوشحال اوسه خوش آبه
چې شاهد په دا نغمه متنبه شو
التماس ته د عزيز متوجه شو
که په خوله يې ورته ښه نه کړه له شرمه
د قبول جلوه يې تله له مخه گرمه
واخيست رنگ د اجابت دده دعا
مشرف يې شو اميد په مدعا