نظم ملک بلوخان Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دې كيسې ته مي غوږ نيسئ هوښيارانو له ځوانۍ مي اورېدلې له پوهانو 02 چي بدرۍ د بلو لور وه په كلونو مسافره له وطنه له دښتونو 03 نه خپلوان نه يې همزولي وه ليدلي نه سندري يې د نجونو اورېدلي 04 نه يې وروڼه نه يې خويندي ورغلي نه په ټول كي د خپلوانو يې خندلي 05 نه خبره په واده د بسوګۍ وه نه كيسه چا ورته كړې د ابۍ وه 06 ماشومان چي دې د كلي وه ليدلي زلمي سوي وه چنار غوندي ختلي 07 يوه ورځ بلو روانه كړله كور ته خپل ټاټوبي د ابا، غېږي د مور ته 08 بدرۍ وكړه له بلو څخه پوښتنه ابا نه يمه خبره له وطنه 09 نه خبره له احواله يم د نجونو نه كيسې دي چا راوړي د ودونو Dictionary meaning × Headword