نظم

ملک بلوخان

عبدالباري جهاني

دې كيسې ته مي غوږ نيسئ هوښيارانو

له ځوانۍ مي اورېدلې له پوهانو

چي بدرۍ د بلو لور وه په كلونو

مسافره له وطنه له دښتونو

نه خپلوان نه يې همزولي وه ليدلي

نه سندري يې د نجونو اورېدلي

نه يې وروڼه نه يې خويندي ورغلي

نه په ټول كي د خپلوانو يې خندلي

نه خبره په واده د بسوګۍ وه

نه كيسه چا ورته كړې د ابۍ وه

ماشومان چي دې د كلي وه ليدلي

زلمي سوي وه چنار غوندي ختلي

يوه ورځ بلو روانه كړله كور ته

خپل ټاټوبي د ابا، غېږي د مور ته

بدرۍ وكړه له بلو څخه پوښتنه

ابا نه يمه خبره له وطنه

نه خبره له احواله يم د نجونو

نه كيسې دي چا راوړي د ودونو