نظم
معراج
Abdul Hamid Momandهغه شپه چې محمد (ص) پورته باله شه
په لويۍ د معراج هومره پاله شه
حوادث له حرکته په آرام وو
د جهان له خيانته په احرام وو
دجهان په دايره خوښي دېره وه
په نرمۍ نرمۍ په باغ د باد پېره وه
چې پرې بلوسې د نسيم غلی کښکی وه
دغونچې، له تبسمه کوږ وښکی وه
زنده سر واړه اوده په شکر خواب وو
په دا خواب کې دخوښۍ په انتخاب وو
نه په گلو باندې غږ و د بلبلو
نه ښکالو په پېچو تاب وه د سنبلو
نه د چا ددم قدم ندا صدا وه
ادا شوې دجنبش هېره ادا وه
ارت گاه د جهان تنگه شوه بې غشه
د اغيارو د جنبش له گنجايشه
د دنيا ارته صحرا کنج د خلوت شه
له خلله د اغيارو فراغت شه
په دا هسې مَجلی مُصفی وقت
د دوه کونو حبيب لاړ شه لکه بخت
له څښتنه جبرائيل (ع) راغی ريبار شه
د بللو په نمانځلو گهر بار شه
هغه دم يې د فرمان په نري غږ
د قبول قيمت يې دُر کړ ور په غوږ
د تسليم دستار يې کېښو په سر باندې
لکه مياشت د څوارلسمې په نمر باندې
کمر باندې يې داخلاص تر خپلې ملا کړ
علامت يې د لباس تهي بالا کړ
د همت شانه يې گډه په گيسو کړه
پاکيزه يې له اغز لاره چارسو کړه
سرو پا يې سور پايي موافق واغوست
هر پوشاک يې موافق او لايق واغوست
خوشبويي يې د راستۍ، پورې په ځان کړه
محله يې معطره دجهان کړه
په ساده حسن وجمال هسې رنگين شه
چې جهان يې دخوبۍ لاندې ترنگين شه
بې سينگاره شه نگار د کردگار
بې نگاره شه نگار د هر نگار
دلبران يې خادمان حلقه په گوش شو
سروران يې غلامان خِرقه په دوش شو
چې يې بله کړه ډيوه دعزت جزم
په لمبه يې پروانه شه قدم بزم
چې قدم يې په رکاب د براق کېښو
په سفلي عالم يې تېغ د فراق کېښو
زمکې خاورې په سر لوستې په پخساکه
غره سينه په سنگ وهله له چرچاکه
بحر موج واهه د اوښو په ژړا کې
وچ گوگل به لړزېده په واوېلا کې
دنظر په دود له سترگو خرامان شه
لکه برق هسې له زمکې په آسمان شه
وايې والوت د روح مرغه له دې دامگاهه
له پنجرې سره د تن له آرامگاهه
چې قالب يې لکه قلب سبک سېر
اوږده مزي کړه کوتاه په تنک سېر
واقعي د نيم قدم په تحرک
په کروهونو شه پويه په تبرک
چې ختلې ورته سترگې د عالم وې
منتظرۍ يې په نور ددم قدم وې
اراسته فلک ملک په پروبال شه
مشرف يې د اقبال په استقبال شه
واړو وکړې د ادب په چپړوسۍ
د دوه کونو د صاحب قدم بوسۍ
جبرائيل(ع) يې په جلب کې د تدبير ته
ميکائيل(ع) يې له رکابه بوسه گير ته
عزرائيل(ع) يې عذرگاه ته په هر گام کې
اسرافيل (ع) يې ته تمام په اهتمام کې
دهمت په لاسو هرې فرشتې!
تاوولې د خدمت پنجې رشتې
په دا رنگ هره فرقه د کواکبو
خدمت بياموند مناسب له مناصبو
زُحَل حل ځنې مشکل د هر محل که
عطارد يې په عطا د خط نهل که
مشتري له خواه ناخواه شرمندگۍ
بې لالچه ورکړ خط د بندگۍ
زهرې دف په وهل مات کړله هوسه
رابېرون شه د غمونو له جرسه
شکر کام يې له شکرو وچ مريخ که
د جهان غير لذت يې باندې تريخ که
سرطان تاج د سلطانۍ تر پښو که
د خودۍ له خرخشو يې ځان پخښو که
چې په لوبو کې به لگېده په نعل
د جوزا جوز روښان شه لکه لعل
ثريا، بنات النعش د ښو حضر
نه په نظم سره گډ شو نه په نثر
چې له نعلو يې د اس نعل پران شه
په آسمان لکه اوږمکه د دوران شه
چې قدم يې د همت واخست له فرشه
هغه دم په شتاب ورغی تر عرشه
چې قدم يې په تندي د عرش افسر کړ
د چندڼ په دود يې لرې درد سر کړ
چې خوړې يې همه عمر پسې شولې
عرش يې خاورې د قدم کړ آخر شکولې
چې له عرشه رسيده د دُرو کان شه
تس و نس يې په نور کون و مکان شه
چې يې تل پسې فرياد په صبح و شام کړ
له قدمه يې کامياب په هغه کام کړ
پستنه د لارې مله ځنې ستانه شو
له پلي د پروانه وزر درانه شو
که يې پرېکړه ملگري ځنې، گرم نه وو
چې محرم د لامکان د حرم نه وو
يکتنها لکه غريب راه گذرۍ ته
دم قدم د تحير په رهبرۍ ته
ناگهان "تُمَ دَ نَاک" د آشنا !
مشرف په " قَابَ قَوسين اَواَدنَا"
که مې نه اېښوی منع لاس په خولې
ما به وکړ واقعي بيان دلې
چې پوهېږم هغه نه وايم وېرېږم
اورېدلي اوروم هسې تېرېږم
هسې قرب يې د څښتن په ليده بياموند
چې موندلی هېڅ نبي نه و، ده بياموند
چې يې هلته و پلو په مخ نيولی
محمد (ص) په خوا کې ونيوه هغه ښکلی
چې موسی (ع) وته جواب "لَن تَرَانِي" شه
مخامخ له هغه مخه نوراني شه
بې حجابه يې جمال وليده د حق
له اطلاقه د جهت پاک و مطلق
منزه د چون چگون له آلايش
مقدس د تن دفن له نالايش
له هغو ميو چې يې وڅښل پرې جامونه
بهره ورشه په جُرعه زمونږ کامونه
غمخواري مهرباني بويه دا هسې
پاسباني نگهباني بويه دا هسې
چې حضرت په عين راز کې له څښتنه
هېره نه کړه د عاصي امت بخښنه
په هر څه باندې چې لاس نازنين کېښو
نازبردار واړه په مهر ورته پرېښو
و هر څېز ته چې يې لاس اوږد د آرزو شه
په آرزو يې د شرف قبول پېروز شه
په دا هار کې ځنې نور دي پېيلي
چې يې نه دي نامحرم وته ښېيلي
دی وخدای سره پوهېږي په پټ راز خپل
زه وته به سره درومو په انداز خپل
که معراج د محمد و تر صمده
زه حميد غواړم معراج تر محمده (ص)