نظم

متلونه

Abdul Bari Jahani

دا دوستي تر مزله نه سي رسېدلاى

نن سبا به سره ووهي سرونه

كه د غلو وروري خوږه ده يوه شپه ده

او پر وېش به خامخا كوي جنګونه(۷۲)

دا ملګرى په خوله خوږ دى په زړه كوږ دى(۷۳)

يوه ورځ به دي د سر دښمنان ستايي

په خواږه، خواږه ويل درته لګيا وي

نن سبا به دي د كندي پر لور بيا يي(۷۴)

چي په كلي كي د دوو سره جګړه سي

همېشه به د دريم سړي په ښه سي(۷۵)

د چغلو شيطانانو ځالګۍ سي

په يوه ځاى كي چي يو موټى كلى دوه سي(۷٦)