نظم

مزاحمت

Abdul Hamid Momand

بيا چې وخت د بهار تېر شه ژمی راغی

د سپرلي په ښو گلونو دومی راغی

د هر چا د نمر په مخ خېز و نشست شه

تا به وې گڼه جهان آفتاب پرست شه

هسې رنگ په يخ بندۍ وگړي يخ شه

چې مايل وگرم اور ته د وزخ شه

چې به نمر شه نعره هسک هسې به پرېووت

هېڅ يې نه وه معطلي په شتاب کېووت

هسې رنگې شولو ورک تاو د آفتاب

چې هېڅ فرق نه و دده او د مهتاب

بلکې فرق نه و په ميان د ورځې شپې

هسې زور شو د سردۍ موج و چپې

د اور قدر څو چنده تر گلو زيات شه

بلکې دم د سرې لمبې دم دحيات شه

اوبو واغوسته قباد يخ آيينه

بې د ستنې له تزنده روغ مهينه

مخ دمزکې شه سيمين له ډېره يخه

په گرمۍ شوله پوره له هر چا رخه

چې به کېښو اس په مزکې باندې پل

آيينه به يې د نعل شوه صيقل

فلک کړ هسې بارش تر صبح و شام

لکه ژاړي پټه خوله بوره بدنام

له بارانه چرې نه وي نالې وچې

لکه سترگې د يتيم له اوښکو وچې

په دا هسې پی در پی باران کې دله

په دښنه پسې ډېره شاه ووېستله

په دا هسې يخ بندۍ کې شاه له شرمه

آواز وکړ () د غليم د علاج گرم

د خدای فضل يې له ځانه سره يار که

د غليم دېس و ديار يې خپل ديار که

څو يې زړه هومره لښکر يې ځان سره کړه

ولايت يې د دښمن تمام پره کړه

دو رخه سره لښکر مقابله شه

گڼه غر سره بل غر مقابله شه

هسې گرمه هنگامه د جنگ وغا شوه

چې بر پايه د قيامت شور و غوغا شوه

تېرو تورو هسې رنگ زغرې شلولې

لکه لور چې خرپ وباسي له گازرې

د جنگ ورځ باندې د ورېځ په بشرو سپينو

د اوبو په ځای باران و که دوينو

چې به چا گوزار د تېغ که په غليم

په يوه گوزار به لاړ سره د ونيم

مړنو سورو د جنگ په هور و تور

کړه نېزه همسا په لاس کې د مغرور

د سرکښو تورې غاړې ته کولند شوې

لافې شافې گېرو پېر يې په سر پنډ شوې

له هيبته شوه دخپلې ليندۍ ژۍ

و گردون ته د نامردو تېزندۍ

د جنگ غشي کړه غليم په خوله واښه

هېڅوک نه وه چې يې جنگ ته ځان گواښه

په دا هسې کار وزار کې ورسره

و حاضر هغه گدا له شاه سره

په دعا نيولي لاس و خدای ته ژاړه

په دښنه فتح بری د آشنا غواړه

وې چې ای ربه بری زما د شاه کړې

دښمنان يې مړه په تېغ زما د آه کړې

ناگهان شوه ماتې گډه په غليم

شېردلان شو بزدلان د خدای (ج) په بيم

هسې ماتې غليم گډه کړه تخ مخ

چې ونه جاريوست هېچا په بېرته مخ

واړه ومړه ترې نه هېڅوک نشو پاتې

څوک په تېغ، څوک په نارو سورو دماتې

تمامي لښکر د شاه سلامت سر شه

بې رقيبه چې فی النار والسفر شه

د لښکرو د شاه يو سړی لالنه

ضايع نه شه بې رقيبه مختورنه

کشتنی دې هم دا هسې خدای کوتي

د ساتلو دې هسې وساتي

چې په مخ د ورځې شپې گيسو پرېشان کړ

فريفته يې د سرو کسو دروېشان کړ

خلقو سترگې خپلې کېښودې په خواب

خوب کوتاهه کړلې لسې د هر باب

دا رنگ خوب وليد هم شاه او هم سپاه

چې راپېښ شه يو سړی په سر د راه

په روش د خضر شنې جامې اغوستې

په دا رنگ راته کوي خبرې درستې

دا چې تاسې ته بری درکړی خدای دی

نورڅه نه دي په دعا ددې گدای دی

که دعا در سره مله دگدا نه وی

نه به دا ستاسې د فتحې بهار نه وی

پاڅه زر يې کړه له خپلو محرمانو

دغم اوښکې يې کړه وچې له چشمانو

په حريم يې د اخلاص دحرم خاص کړه

دا گدا د بېلتانه له غمه خلاص کړه

صبحدم چې شهزاده له خوبه ويښ شه

په گدا پسې يې زړه له مهره مېښ شه

هغه دم يې خاص خلوت ته وباله

نهايت يې په دوستۍ کې وپاله

په کمال يې دمهر خاص الخاص که

د هجران د کل غمونو نه يې خلاص که

کړه عجبه بازيچه فلک ظاهره

چې له شانه وه دده ډېره نادره

بارې هېڅ نه دی عجب چې يار کرم کړ ()

په يوه دم کې له غمه يار خورم کړ ()

په اخلاص چې واقعي مهرباني کا

يار د يار په عين تاخت کې پاسباني کا

چا چې رنځ د جدايۍ دی راکښلی

عاقبت يې دی دوصل شربت څښلی

ښه دی غم د جدايۍ په دا سبب

چې قدري که د وصل عيش و طرب

وصل هر کله د ښکليو غنيمت دی

خاص په هجر پسې وصل لوی نعمت دی

بلا دا شي چې همه عمر مهجور يې

شپه او ورځ د جدايۍ په ضرور يې

نوم د وصل په غوږ واوري نه يې مومي

هر نفس د جدايۍ زهر شومې

په اميد اميد يې عمر شي تمام

نه يې ښکار تر لاسه ورشي نه يې دام

د تمام جهان دلدار شي دلبر ستا

د گنډلو په نام وشلوي پرهر ستا

په وصال کې دې دهجر په اور سېځي

په تش تور دې دزړه کور په پېغور سېځي

که په هجر پسې وصل مجرب دی

بيا په بخت د بختورو مرتب دی

که حميد غوندې کم بخت هزار هجرانه

په سر و پېڅی وصال نشته له چانه