غزل

نه یې سیال نه یې نظیر شته په جــهان کې

Gul Pacha Ulfat

بو علي باندې نازیږي افــــغـــان ځــــکــــه

رب ورکـــــړی دې وطــــن ته استعداد دی

ترینه زیږي دا نامتو  فــــرزندان ځــــکـــــه

دمشــرق رئيــــس او شیــــــخ دفلسفــــــې ؤ

یادوي ئې نن دعلـــــم دوستـــــــان ځــــــکــه

دده فکــــــر ؤ قــــانـــــون شـــفـــــا دپـــــــاره

په حکمت کې یې موجز دی بیــــان ځــــکه

چې دده نبض شنـــاسه ګـــــوتـــــې  نشتـــــه

دمرض له ویرې رګ دی لـــــړزان ځـــــــــکه

که هر څو ورپسې ګرځی نه یې مــــــومـــــی

دی تــــــرور او ســـــرګردانه آسمان ځــــــکه

ځمکې هسې  اولادونه لیــــد تـــــر اوســـــه

پسې سر په څیړۍ ګرځي هـــــر آن ځـــــکــــه

که پخوا ځمکه ساکــنه ځـــای په ځـــــای وه

نــــاقـــــراره ئې اوس وینـــــي انســــان ځــکه

راوتلــــی ؤ لـــه ځــــــالـــــــۍ داسمــــــانــــــه

دده فکر کاوه  جــګ جـــګ طیـــــران ځـــــکه

ډیره لویه هستــی شــــوه دخـــــاورو لانــــدې

بلـــــخ دده لـــــه غمـه ویـــنمــــه وران ځــــکـــه