غزل نه ددې وطن پاچا ګڼمه پیر Pir Mohammad Karwan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نه مرید یمه د کوم یوه وزیر 02 نه مین یمه په ډلو په ټپلو 03 ایله یمه د وطن سترګو ته ځیر 04 شوکې شوکې زخم زخم تن یې ژاړم 05 ته به وایې سپو داړلی دی فقیر 06 وطنوال مې چې هر څه وایي قربان یې 07 لېونۍ خبرې وي د جنګ تاثیر 08 دا چې زوی یې یا عسکر دی یا طالب دی 09 ور شریک یې یم د بُورې مور په ویر 10 ته چې ځان ته وایې پوه نو په دې پوه شه 11 له خبرو نه دې مه جوړوه تیر 12 ما ایمان دی پر قرآن باندې راوړی 13 منکر نه یم له نغمو د مزامیر 14 چې له طنزه راته څه وایې ستا کار دی 15 زه د لویو نامو نه یم دعوه ګیر 16 وران خوبونه کاروان ولېدل په جنګ کې 17 خدایه ته خو یې بس امن کړې تعبیر Dictionary meaning × Headword