نظم

نه گورم

Gul Pacha Ulfat

چې کرلی استعماروي هغو گلو ته نه گورم

پردی ساز ته چې گډېږي هغو ښکلو ته نه گورم

له هغو سترگو ځارېږم چې پکښې شرم و حيا وي

خدای دې عشق بې پردې نه کا پرتوگ ښکلو ته نه گورم

که د فکر ښکارولو يا د حق ويلو ځای وي

د چا سترگورډولو غاښ چيچلو ته نه گورم

په توده مينه چې نکړي دا ساړه زړونه تاوده څوک

په تودو تودو خبرو تودولو ته نه گورم

چې هر څه وران ويجاړ وينم کار خراب فکر خراب دی

په خبرو يې چې جوړ کړی هغو څلو ته نه گورم