غزل

نه رسېږي ستا و حسن وته حوره

Rahman Baba

نه رسېږي ستا و حسن وته حوره

څه به رسي و مېرمني ته مزدوره

ستا تر قده تر قامته نه رسېږي

که نښتر که سپاري وي که کجوره

تر قامت پورې دې سروه ده سر کوزې

تر صورت پورې دې شمع ده بې نوره

هر سړی چې دې و حسن ته نظر کا

ښاپېرۍ يې په نظر وي نامنظوره

چې تا مې د خپلو شونډو ور په خوله کړه

طايفه دې د صوفيانو کړه مخموره

اوس ته وايه چې په څه رنگه دې ستايم

زه خوستا په مينه لاړم له شعوره

دا جذبه د عاشقۍ نه ده نور څه ده

گڼه کله څوک وتی شي له دستوره

اوس به زه د شب خېزيه څه منت کړم

چې څېره دې کړه په خوب کې راحضوره

چې په ننگ او په ناموس تر لوڼو کم وي

خدای دې مور کاندي په هسې زويه بوره

که سل ځله زويه غوره وي تر لوڼو

صدقه شه ناقابله زوی له لوره

ننگيالي تربرونه ښه دي او که نه وي

ننگيالي تر له ښه ده له تربوره

خوبرويي بې دلبرۍ څه په کار نه ده

لکه ونه بې مېوې په پاڼو گوره

که د غلو ځې لباس وکه غزا وشوه

شهد نه دي چا موندلي بې زنبوره

په رحمان د ښايسته وو قدر ډېر دی

د طبيب له قدره چا زده بې رنځوره