غزل

نه يم خوښ د سرو گلونو په سايا زه

Rahman Baba

نه يم خوښ د سرو گلونو په سايا زه

خوښ يم ستا دمخ په اور باندې جليا زه

په اور سوی ښار وران وي څه حکمت دی

سوی ستا د مخ په اور يمه بسيا زه

خپلوم به دې په هر رنگ چې خپلېږي

که دې موم په دروغ که په رښتيا زه

نن راغلي په جهان يو که ديدن کړې

نه به ته په جهان راشې نه به بيا زۀ

دا اوږدې وعدې چې ته کوې صنم يې

کاشکې بيا موم فرصت په دا دنيا زۀ

په تبرونو دې زه درست ذرې ذرې وی

خو يو دم نه وی له خپل ياره جدا زۀ

چې له ډېرې حيا نه گورې و ماته

غوڅ کړم غوڅ کړمه دې ستا ډېرې حيا زۀ

چې له غمه له اندوهه دې مړ نه يم

سنگ آهن يم آدم نه يمه گويا زۀ

که جوړه تلی څوک و قبر وته درېغه

ژاړم دا چې يا به ته نه يې او يا زۀ

همېشه د خپلو اوښکو له سېلابه

سر گردان يم تر فلکه تر آسيا زۀ

که څوک قياس زما د ډېرو اوښکو وکا

هسې گرځم لکه خس پاس په دريا زۀ

زه رحمان د يار ثنا کولی نه شم

کاشکې مه وی په جهان کې څه گويا زه