غزل نن چې رادرومي په موسېدو کې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نن چې رادرومي په موسېدو کې څه غيريت دی ستا په راتلو کې 02 چې هغه سترگې راته نه ښکاري چرته رڼا ده اوس په ډيوو کې 03 ديدن په ټکه غرمه کې ښه وي ډوب په ټکه غرمه کې ښه وي 04 ډوب چې وي خلق خپلو خولو کې ستا په محفل کې راته معلوم شول 05 ستا په محفل کې راته معلوم شول څه کوربانه هم په مېلمنو کې 06 رامعلومېږي لېونی نه يم جونگړې وينم په بړبوکو کې 07 که پښتو وايي، پښتانه نه دي چې پښتو نه وي په پښتنو کې 08 مينه منزل ته هله رسېږي چې يې بېلتون وي په بدرگو کې 09 ته کړه لوظونه زه به تېروځم يو کيفيت دی په تېروتو کې 10 حمزه که مرک مې د ارمان نه دی ولې سکون دی زما په شپو کې Dictionary meaning × Headword