غزل نن چې رادرومي په موسېدو کې امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 نن چې رادرومي په موسېدو کې څه غيريت دی ستا په راتلو کې 02 چې هغه سترگې راته نه ښکاري چرته رڼا ده اوس په ډيوو کې 03 ديدن په ټکه غرمه کې ښه وي ډوب په ټکه غرمه کې ښه وي 04 ډوب چې وي خلق خپلو خولو کې ستا په محفل کې راته معلوم شول 05 ستا په محفل کې راته معلوم شول څه کوربانه هم په مېلمنو کې 06 رامعلومېږي لېونی نه يم جونگړې وينم په بړبوکو کې 07 که پښتو وايي، پښتانه نه دي چې پښتو نه وي په پښتنو کې 08 مينه منزل ته هله رسېږي چې يې بېلتون وي په بدرگو کې 09 ته کړه لوظونه زه به تېروځم يو کيفيت دی په تېروتو کې 10 حمزه که مرک مې د ارمان نه دی ولې سکون دی زما په شپو کې د قاموس مانا × اصلي کلمه