غزل
نن دې رنگ د ډېره قهره بدل وينم
Hamza Shinwariنن دې رنگ د ډېره قهره بدل وينم
مستعد دې په خفگان او جدل وينم
چې نظر مې ستا د لب په بوسه سېر شو
د بڼو په څوکو ځکه عسل وينم
د کونتر پېر په مخې سترگې دې د باز کړې
په صورت کې دې صورت د اجل وينم
په فتنه کې فتنه آب شوه بخت مې بند دی
بهېدونکي دې په اوښکو کجل وينم
چې دندان دې د شانې ښخ کړه په زلفو
منتشره شېرازه دملل وينم
تعجب دی چې دعشق دعرش دسره
د هجران د سمندر ښکته تل وينم
بې د تا دالفت ناوې ده بې خاله
زه حمزه يې په ښايست کې خلل وينم