غزل نن اختلاط چې د دلبر سره غماز لري Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نن اختلاط چې د دلبر سره غماز لري ځکه دلبر مې د قاتل هر يو انداز لري 02 پې د غم به تل تر تله وي په زړه د عاشق په کمان وروځو چې باڼه غشي دراز لري 03 په زېړ بشر کې منعکس دی ستا جمال زما سوز ته حيران يم چې نقشه ځان کې د ساز لري 04 دندان خراب او ناتوان شي په خمار د ميو بيا هم مجبور دي دعادت نه حرص و آز لري 05 زاهده! طعن څه په کار په می نوشانو نه دی يو حقيقت د حقيقت هر يو مجاز لري 06 راځي سجدو لره سجدې په ډېر نياز و آداب د چا جبين لره جبين چې د نياز لري 07 در کې پراته د بېنوا چې دا رندان دي حمزه می د آلست په پيمانه کې د حجاز لري Dictionary meaning × Headword