غزل نن له ورايه په خندا راته جانان دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نن له ورايه په خندا راته جانان دی ای زړگيه خبردار شه امتحان دی 02 ستا دمخ ښايست له بلې ډډې نه دی چې ماخذ دی د قرآن هغه قرآن دی 03 جدايی مې دې په زړه داغونه کېښول وصال راوړه تياره نشته چراغان دی 04 بيا به فکر کړې چې څه خو رانه ورک دي که زما د هېرولو کار اسان دی 05 گوتې مه راوړه زما دزړه نگين ته دېو صفته امانت د سلېمان دی 06 ژوند که مرگ دی خو د دوو سلگو تر مېنځه د تخليق تخريب تر ميانه يو جهان دی 07 خفه مه شه د يقين ميرنی ورور دی چې يقين هم د حمزه لکه گومان دی Dictionary meaning × Headword