غزل نن له ورايه په خندا راته جانان دی امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 نن له ورايه په خندا راته جانان دی ای زړگيه خبردار شه امتحان دی 02 ستا دمخ ښايست له بلې ډډې نه دی چې ماخذ دی د قرآن هغه قرآن دی 03 جدايی مې دې په زړه داغونه کېښول وصال راوړه تياره نشته چراغان دی 04 بيا به فکر کړې چې څه خو رانه ورک دي که زما د هېرولو کار اسان دی 05 گوتې مه راوړه زما دزړه نگين ته دېو صفته امانت د سلېمان دی 06 ژوند که مرگ دی خو د دوو سلگو تر مېنځه د تخليق تخريب تر ميانه يو جهان دی 07 خفه مه شه د يقين ميرنی ورور دی چې يقين هم د حمزه لکه گومان دی د قاموس مانا × اصلي کلمه