غزل نن څه به د باصر نه درته ووايم چې څه و Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نن څه به د باصر نه درته ووايم چې څه و هېڅ بد په دې کې نشته چې دا ووايم چې څه و 02 يو گل و خو نرگس غوندې يې سترگې ټيټې نه وې اشنا ته چې په ترڅ يې نه کتل هغه لېمه و 03 چې گډ به په سخن شو، تر پايه به زبان شو چې وخت به داحساس شو سر تر پايه به يو زړه و 04 مرغۍ ته د سخن به يې چې ويړ کړو دام د فکر کتل به ورته ما، چې نه به ويښ نه به اوده و 05 ناقص به يې اعلی کړلو چې ور به يې قلم کړو پخپله يې دا نقص چې يې په لاس کې قلم نه و 06 و (د) آيينې غوندې ظاهر باطن يې يو و هېچ فرق يې نه کېده کوم يې مخ او کوم يې زړه و 07 ورځ به ورځ يې تله د الفت چې درنېدله شايد چې دا سبب و چې له مونږه نه په تله و 08 د هغه ښکلي لفظ غوندې چې ځلند په ادب وي باصر له هر څه وړاندې جوړ اجل ته ور په خوله و 09 حمزه د ژوند کمند يې ښه ليدو چې دا دی شلېږي باصر يې پروا نه کړه مخ په پورته په خاته و Dictionary meaning × Headword