غزل
نن څه به د باصر نه درته ووايم چې څه و
امیر حمزه شینوارینن څه به د باصر نه درته ووايم چې څه و
هېڅ بد په دې کې نشته چې دا ووايم چې څه و
يو گل و خو نرگس غوندې يې سترگې ټيټې نه وې
اشنا ته چې په ترڅ يې نه کتل هغه لېمه و
چې گډ به په سخن شو، تر پايه به زبان شو
چې وخت به داحساس شو سر تر پايه به يو زړه و
مرغۍ ته د سخن به يې چې ويړ کړو دام د فکر
کتل به ورته ما، چې نه به ويښ نه به اوده و
ناقص به يې اعلی کړلو چې ور به يې قلم کړو
پخپله يې دا نقص چې يې په لاس کې قلم نه و
و (د) آيينې غوندې ظاهر باطن يې يو و
هېچ فرق يې نه کېده کوم يې مخ او کوم يې زړه و
ورځ به ورځ يې تله د الفت چې درنېدله
شايد چې دا سبب و چې له مونږه نه په تله و
د هغه ښکلي لفظ غوندې چې ځلند په ادب وي
باصر له هر څه وړاندې جوړ اجل ته ور په خوله و
حمزه د ژوند کمند يې ښه ليدو چې دا دی شلېږي
باصر يې پروا نه کړه مخ په پورته په خاته و