غزل
نشته که هر څو د عشق تورزن ولټوې
Hamza Shinwariنشته که هر څو د عشق تورزن ولټوې
حس به کړې هوس که انجمن ولټوې
نه يمه فاني د يار پښېمانه اسوېليه
شته دی څه سپرغۍ که مې خوږلن ولټوې
ما لکه قمرۍ که فرياد وکړو سر وقده
نه به وي که طوق مې دگردون ولټوې
بې د تا له ياده چې بس روح زما د تن دی
ځير به نه کړې ما که دا کفن ولټوې
پوهه په وحدت زه د رڼا او د تيارې يم
شته پکې يزدان که اهريمن ولټوې
خدايږو ارمغان د ژوند به تاته په لاس درشي
بويه چې ته جېب د ځنکدن ولټوې
خيال کې يې کعبه ده په بوتانو شي ورياده
ته که چرته زړه د برهمن ولټوې
ښکلي همېشه په خندېدو کې وي خاموشه
شته نشته که ژبه د سوسن ولټوې
ناوې ته د ژوند پکې حمزه نوې گاڼه شته
ته که بوخڅکۍ زما د فن ولټوې