غزل
نېغ يې تل گوزار وي څوک ترې څه ساتي
Hamza Shinwariنېغ يې تل گوزار وي څوک ترې څه ساتي
ښکلي چې باڼه کاږه کاږه ساتي
زړه په پېرزوينه داسې روڼ لره
څنگ چې آيينه د هر چا زړه ساتي
مه گرځوه سترگې له مېلمه نظر
گوره حجرې بېرته پښتانه ساتي
مينه د سنگدلو بويه هغه کړي
څوک چې حوصله لکه د غره ساتي
پټ دي محبت لره کامل چې شي
پېغله جينۍ خلق په کاله ساتي
ما د الواته هنر زده کړی دی
هر څو که فطرت دامونه وساتي
ښه شو حمزه پوه مې په فطرت خو شو
اوس که تعلق راسره نه ساتي