غزل

نېغ يې تل گوزار وي څوک ترې څه ساتي

امیر حمزه شینواری

نېغ يې تل گوزار وي څوک ترې څه ساتي

ښکلي چې باڼه کاږه کاږه ساتي

زړه په پېرزوينه داسې روڼ لره

څنگ چې آيينه د هر چا زړه ساتي

مه گرځوه سترگې له مېلمه نظر

گوره حجرې بېرته پښتانه ساتي

مينه د سنگدلو بويه هغه کړي

څوک چې حوصله لکه د غره ساتي

پټ دي محبت لره کامل چې شي

پېغله جينۍ خلق په کاله ساتي

ما د الواته هنر زده کړی دی

هر څو که فطرت دامونه وساتي

ښه شو حمزه پوه مې په فطرت خو شو

اوس که تعلق راسره نه ساتي