نظم

نفرت

Abdul Bari Jahani

يو ورځ به وينو له عمرونو وروسته

مياشتي کلونو وروسته

ته به زړه يې

او ستا حسن به هم

د چا تياره سينه کي

لمبې د ميني بلولاى نه سي

د ښايستو سترګو کونجونه به دي

ګونجو اخيستي وي او نه به لري

دغه سورکي دغه نازک رګونه

پر نرۍ شونډو به دي ورک تبسم

د ناز کاته او دا خماري سترګي

د چا ايمان د سره وړلاى نه سي

تر زني لاندي به دي سپينه غاړه

د چا اورونه ويښولاى نه سي

زه به هم زوړ يم سړه وينه به مي

لکه ايره د بېګانه اورونو

د سوځېدلو بلېدلو نه وي

نور به د چا د خوښولو نه يم

او تنهايي به مي د چا انتظار نه ويښوي

تا ته په يادي سي زړې خبري

زما د ځوانۍ او لېونتوب او د زاريو کيسې

چي ستا ښکلا، ستا اورنۍ ميني مي

ريښې د کبر او غرور سوځلې

او زما مغروره ککرۍ به ټيټېدله درته

خو تا ته زما مينه د خپلي ځوانۍ سياله نه وه

او زما اوښکي دي پر مخ باندي کتلې هم نه

غواړې به، غېږ ته مي نژدې کې

او په غوږ کي راته

دانه دانه وشمېرې

زما د زاريو زما د اوښکو

ويشو شپو خاطرې

لا به مي غېږه غوړېدلې نه وي

چي زما د تير عمر زخمي نکلونه

سينه کي بل کي د نفرت اورونه

او يو په بل پسي لمبه لمبه کي

زما د ځوانۍ د شپو وحشي خوبونه