نظم

نفرت

عبدالباري جهاني

يو ورځ به وينو له عمرونو وروسته ـ

مياشتي کلونو وروسته ـ

ته به زړه يې ـ

او ستا حسن به هم ـ

د چا تياره سينه کي ـ

لمبې د ميني بلولاى نه سي ـ

د ښايستو سترګو کونجونه به دي ـ

ګونجو اخيستي وي او نه به لري ـ

دغه سورکي دغه نازک رګونه ـ

پر نرۍ شونډو به دي ورک تبسم ـ

د ناز کاته او دا خماري سترګي ـ

د چا ايمان د سره وړلاى نه سي ـ

تر زني لاندي به دي سپينه غاړه ـ

د چا اورونه ويښولاى نه سي ـ

زه به هم زوړ يم سړه وينه به مي ـ

لکه ايره د بېګانه اورونو ـ

د سوځېدلو بلېدلو نه وي ـ

نور به د چا د خوښولو نه يم ـ

او تنهايي به مي د چا انتظار نه ويښوي ـ

تا ته په يادي سي زړې خبري ـ

زما د ځوانۍ او لېونتوب او د زاريو کيسې ـ

چي ستا ښکلا، ستا اورنۍ ميني مي ـ

ريښې د کبر او غرور سوځلې ـ

او زما مغروره ککرۍ به ټيټېدله درته ـ

خو تا ته زما مينه د خپلي ځوانۍ سياله نه وه ـ

او زما اوښکي دي پر مخ باندي کتلې هم نه ـ

غواړې به، غېږ ته مي نژدې کې ـ

او په غوږ کي راته ـ

دانه دانه وشمېرې ـ

زما د زاريو زما د اوښکو ـ

ويشو شپو خاطرې ـ

لا به مي غېږه غوړېدلې نه وي ـ

چي زما د تير عمر زخمي نکلونه ـ

سينه کي بل کي د نفرت اورونه ـ

او يو په بل پسي لمبه لمبه کي ـ

زما د ځوانۍ د شپو وحشي خوبونه ـ