غزل

نن به شپه زما ديار په کوم مکان وي

Abdul Hamid Momand

نن به شپه زما ديار په کوم مکان وي

جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دکان وي

کوم دکان به يې دخولې ددرو کان وي

شر مولي به يې حسن کوم ترکان وي

په ډيوه به يې دمخ کوم پتنګان وي

همراهان به يې پاکان که نا پاکان وي

ولې نه چوې له دې غمه زما دله

چې دې واوريده ديار دتلو بدله

په منزل به يې سبا ګوره څوک مله وي

نه پو هيږم چې به سادوي که به غله وي

په څه شان به شکسته زهير په زړه وي

له نغمو به يې د زړه نغمه په خوله وي

دم قدم به يې خولې د مخ په وله وي

رانجه کړي به يې چا خاورې د پله وي

سزاوار د هر ستم دهر پيغور يم

چې مې يار په سفر تللى زه په کور يم

په څه شان به شکسته درومي په لارې

په ګردونو آلوده سپينې رخسارې

زړه په خار دبيکسۍ يې پارې پارې

آبلې به يې وهي دوينو دارې

نه به وي هسې هندو مسلمان بارې

چې يې وکه دل آسا په يوې چا رې

داکوم شرم دى کوم ننګ په محبت کې

چې همدم نه شوم ديار په دا غربت کې

په قهقه به خنديدلى وي که نه وي

دزړه غم به يې غوليدلى که نه وي

فراغت به يې پسند لى وي که نه وي

چابه حال ترې پوښتيدلى وي که نه وي

کټ پو زى به يې مو ندلى وي که نه وي

غنچه وار به مسيد لى وي که نه وي

نشته ما غوندې بې پت څوک په يارۍ کې

چې غمخور نه شوم ديار په دا خوارۍ کې

يا دياره سره تللى په سفر واى

په هر ځاى مې غوړولى خپل وزر واى

يا يې مړ دبيلتانه له غمه زرواى

يا په دواړو سترګو ټپ ړوند په نظرواى

که دانه کيد اى هر ګزه معتذر واى

خود په خود مې ځان وهلى په خنجر واى

هسې پاتې شوم ديار پورې مخ تورى

په جرګه دعاشقانو کې کوز گورى

سزاوار دهر ستم دهر پيغوريم

چې مې يار په سفر تللى زه په کوريم