غزل
نورو ته هغه لېونی ښکاريف
Hamza Shinwariنورو ته هغه لېونی ښکاريف
ماته چې کوم سړی سړی ښکاري
چې يو وجود دی د اشياوو اصل
ځکه په هر شي کې هر شی ښکاري
مشاهده د بېلتانه نخښه ده
که په هر څه کې راته دی ښکاري
په دې تېروتي پورې خاندي گلان
چې رنگيني ورته سپرلی ښکاري
هغه ارمان چې وي بېلتون ځپلی
چې کله وگوري زلمی ښکاري
ډېرې چوپتيا له ځانه وړی يمه
نن چې خپل غږ راته پردی ښکاري
شو سنجيده غوندې زما په ليدو
زړگيه! دا يې هر کلی ښکاري
ډيوه کړه بله که څه وي که نه وي
د ماښامونو مخروڼی ښکاري
وران شو د خاپي غوندې يې پورته نه شو
حمزه ارمان دې مېړنی ښکاري