غزل نورو ته هغه لېونی ښکاريف امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 نورو ته هغه لېونی ښکاريف ماته چې کوم سړی سړی ښکاري 02 چې يو وجود دی د اشياوو اصل ځکه په هر شي کې هر شی ښکاري 03 مشاهده د بېلتانه نخښه ده که په هر څه کې راته دی ښکاري 04 په دې تېروتي پورې خاندي گلان چې رنگيني ورته سپرلی ښکاري 05 هغه ارمان چې وي بېلتون ځپلی چې کله وگوري زلمی ښکاري 06 ډېرې چوپتيا له ځانه وړی يمه نن چې خپل غږ راته پردی ښکاري 07 شو سنجيده غوندې زما په ليدو زړگيه! دا يې هر کلی ښکاري 08 ډيوه کړه بله که څه وي که نه وي د ماښامونو مخروڼی ښکاري 09 وران شو د خاپي غوندې يې پورته نه شو حمزه ارمان دې مېړنی ښکاري د قاموس مانا × اصلي کلمه