نظم

نقاب

Abdul Bari Jahani

که يو ځل خلکو رشتيا وويله

يو ځلي وسپړېدل پټ رازونه

يو ځل رسوا سوې دروغجني ميني

يو ځلي خلکو سره وکتله

ويې ليدل

تر نقابونو لاندي پټ مخونه

او د دوستۍ په پوښ کي نغښتي

شيطاني نيتونه

هغه بېځايه، بې قيمته، بې ارزښته اوښکي

هغه خيرني مکرجني خپلوۍ

يو ځلي يو له بله وتورېدل، وتښتېدل

او يا د قتل په نيت ووتل تېره تېغونه

يا يې هم بل کړل د کسات او انتقام اورونه

دلته به څوک اوسېږي

څوک به ژوندي پاتېږي

د مځکي مخ به ټوله ويني واخلي

هر څه به وسوځېږي

همدا نقاب دئ چي يې مخ د تباهۍ نيولى

همدا نقاب دئ چي ژوندي مو ساتي